إعدادات العرض
دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کېږي تر څو چې تاسو په عمل کولو ستړي نه شئ
دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کېږي تر څو چې تاسو په عمل کولو ستړي نه شئ
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم زما سره و چې حولاء بِنْت تُوَيْتِ بْنِ حَبِيبِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى زموږ په خوا کې تېره شوه ما وویل: چې دا حولاء بنت تویت ده، خلک وایي چې دا د شپې نه ویده کېږی (عبادت کوي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د شپې نه ویده کېږي! دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کېږي تر څو چې تاسو په عمل کولو ستړي نه شئ".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Tiếng Việt Magyar ქართული සිංහල Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands ગુજરાતી Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
کله چې حولاء بنت تویت رضی الله عنها د ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها سره وه، نو هغه مهال ترې لاړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې کور ته راننوت. نو عائشې ورته وویل: دا ښځه د شپې مهال خوب نه کوي، بلکې شپه په لمانځه سره سبا کوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا عمل ښه ونه ګاڼه چې پرځان سختي کوي. د شپې خوب نه کوي! په هغو نېکو عملونو دوامدار بوخت شئ چې توان یې لرئ، ځکه قسم په الله چې، الله هېڅکله خپلو نېکو، پیروي کوونکو بندګانو ته په ثواب او بدلې ورکولو نه ستړی کېږي، تر څو چې هغوی ستړي شي او عمل کول پرېږدي.فوائد الحديث
د بدن له توان پورته عبادت کول، د ستړیا او تنبلۍ لامل ګرځي چې له امله یې نفس عبادت پرېښودلو ته اړ کېږي.
د عبادت په ترسره کولو کې اعتدال او منځګړتیا د عبادت د دوام او ثبات لامل ګرځي.
لږ دوامداره عمل، له هغه ډېر عمل څخه غوره دی چې کله وي او کله نه وي.
نووي ویلي: لږ دوامداره عمل د ذِکر، مراقبت، اخلاص او الله ته د مخ کووني لامل ګرځي، د هغه زیات او سخت عبادت برعکس؛ تر دې چې لږ دوامداره نمو وکړي او په زیات او منقطع عمل څو چنده زیات شي.
التصنيفات
په اسلام کې د انسان حقونه