إعدادات العرض
قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي
قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».
[صحيح دی] [ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Русский Tiếng Việt Magyar ქართული සිංහල Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands ગુજરાતી Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت د ورځې د نږدې کېدو له نښو څخه یوه دا ده چې خلک به د جوماتونو په جوړولو کې د ښکلا او آرایش پر سر یو پر بل فخر کوي، یا به په جوماتونو کې د دنیوي چارو په اړه فخر کوي، په داسې حال کې چې جوماتونه یوازې د الله د یادونې لپاره جوړ شوي دي.فوائد الحديث
د جوماتونو په اړه فخر کول حرام دي، او دا عمل د الله پر وړاندې قبول ندی؛ ځکه چې د الله لپاره ندی شوی.
په رنګونو، نقاشۍ او ليکنو سره د جوماتونو له سینګارولو څخه ممانعت؛ ځکه دا کارونه لمونځ کوونکي د لمانځه پر مهال په کتلو بوختوي او د هغوی توجه ګډوډوي.
سندي فرمایلي: "د دې حدیث په ریښتینولۍ موجوده وضعیت دلالت کوي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لویو معجزو یوه برخه ده.
التصنيفات
د جوماتونو آداب