رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه

له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه، تر څو د قدر شپه لاندې کړي، او په همدې حالت روان و تر څو الله وفات کړ، او ورپسې یې بیا مېرمنو رضي الله عنهن اعتکاف کاوه.

فوائد الحديث

په جوماتونو کې د اعتکاف مشروعیت، تر دې چې ښځو ته هم په شرعي ضوابطو روا دی، په دې شرط چې له فتنې څخه خوندي وي.

پر اعتکاف د روژې په وروستۍ لسیزه کې ټینګار، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل کاوه.

اعتکاف هغه دوامداره سنت دی چې منسوخ شوی نه دی، لدې امله به یې مېرمنو ورپسې اعتکاف کاوه.

التصنيفات

اعتکاف