إعدادات العرض
پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي
پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Русский Tiếng Việt Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska Oromoo Македонски ไทย Українська తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasyالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په پېشلمي ټینګار کړی، کوم چې د شپې په وروستۍ برخه کې روژې ته د چمتوالي لپاره خوراک کول دي؛ ځکه چې (برکت) لوی خیر، اجر او ثواب پکې دی او د شپې په وروستۍ برخه کې د دعا لپاره راپاڅېدل او، روژې ته ځان پیاوړی کول، تکړه کېدل او پر ځان د روژې سختي کمولو کې مرسته کوي.فوائد الحديث
پېشلمی کول مستحب او د شرعي حکم پر ځای کول دي.
ابن حجر په فتح الباري کې ويلي چې: په سحري کې له څو اړخونو نه برکت راځي لکه: د سنتو پيروي، د اهل کتابو مخالفت، عبادت ته تکړه کېدل، په هڅو کې زیاتوالی، د بد اخلاقۍ دفع کول چې د لوګې له امله راپارېږي، د هغه چا لپاره د صدقې ورکولو سبب جوړېدل چې صدقه غواړي، ځکه چې هلته ورسره په ډوډۍ یو ځای کېږي، همدا رنګه د ذکر او دعا د قبلېدو لامل ګرځي، ځکه غالبا د قبلېدو وخت وي او د هغه چا لپاره د وخت لاندې کول دي چې روژه نیسي او نیت یې له یاده وتلی وي، تر څو له ویده کېدو وړاندې نیت وکړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه ښوونه چې له حکم سره یې حکمت یو ځای بیان کړی، تر څو یې زړه ومني، او پدې سره د شریعت معتبري پېژندل کېږي.
ابن حجر ویلي: پېشلمی د انسان په لږ خوراک او څښاک سره حاصلېږي.
التصنيفات
د روژې سنتونه