إعدادات العرض
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې ورته سل ځلې توبه کوم)
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې ورته سل ځلې توبه کوم)
له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې ورته سل ځلې توبه کوم)
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Français Kurdî Português සිංහල Русский Kiswahili Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી Hausa Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული ಕನ್ನಡ Moore Svenska Македонски ไทย తెలుగు Українська मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Tagalog ភាសាខ្មែរالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم خلکو ته د ډېرې توبې او استغفار کولو امر کوي، او له خپلې خوا خبر ورکوي چې دی هره ورځ الله تعالی ته له سل ځله زبات توبه باسي او بښنه ترې غواړي، سره له دې چې هغه ته د تېرو او راتلونکو ګناهونو بښنه شوې ده. دا کار د الله جل جلاله په وړاندې د بشپړې عاجزۍ او بندګۍ څرګندونه کوي.فوائد الحديث
هر څوک، که څه هم د هغه د ایمان مرتبه او درجه هر څومره لوړه وي، بيا هم اړتيا لري چې الله تبارک وتعالى ته رجوع وکړي او خپل نفس د توبې له لارې کامل کړي. ځکه هېڅوک هم د الله تبارک وتعالى د حقونو په ادا کولو کې له تقصير څخه خالي نه وي. الله تعالی فرمايلي: (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ)، (او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اې مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ).
توبه عمومي ده، که له حرامو او ګناهونو څخه وي، او یا د واجباتو (فرضو) په ادا کولو کې د نېمګړتیا له امله.
په توبه کې اخلاص (یوازې د الله لپاره کول) د هغې د قبولې شرط دی، نو که څوک یوه ګناه د الله لپاره نه، بلکې د بل چا لپاره پرېږدي، نو هغه توبه کوونکی نه ګڼل کېږي.
نووي ویلي دي: توبه درې شرطونه لري:
له ګناه نه لاس اخيستل،
د هغې پر کولو پښېماني،
او دا چې پخه اراده وکړي چې هېڅکله به بېرته نه ورګرځي.
او که چېرته ګناه د بل انسان د حق سره تړاو درلوده، نو بیا څلورم شرط دا دی چې هغه په ظلم سره (اخېستل شوی) حق بېرته خپل خاوند ته وسپارل شي او یا ترې (په بښلو سره) براءت تر لاسه شي.
دلته دې خبرې ته پاملرنه په کار ده چې د نبي صلی الله علیه وسلم د استغفار (بښنې غوښتلو) لازمي معنا دا نه ده چې هغه به ګناه کړې وي، بلکې دا د هغه د بندګۍ د کمال، د الله پاک د ذکر سره د ژور تعلق، د الله د حق د ستروالي احساس، او دې حس درلودلو له مخې چې بنده، که هر څومره عمل وکړي، بیا هم د الله پر نعمتونو د شکر په ادا کولو کې نېمګړی پاتې کېږي، دا عمل همداراز له هغه وروسته د امت لپاره د لارښوونې (تشریع) په توګه دی، او نور ګڼ شمېر حکمتونه هم لري.