کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی کوي، نو په خوله دې لاس کیږدي، ځکه چې شیطان ننوځي

کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی کوي، نو په خوله دې لاس کیږدي، ځکه چې شیطان ننوځي

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی کوي، نو په خوله دې لاس کیږدي، ځکه چې شیطان ننوځي.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي ﷺ هغه چا ته لارښوونه کړې چې د سستۍ او یا زیاتو خوراک له امله خوله وازی کوي چې خپل لاس دې پر خوله کېږدي او خوله دې بنده کړي، ځکه که چېرته یې خوله خلاصه پاتې شي نو شیطان ورننوځي، نو لاس اېښودل یې د داخلېدو مخنیوی کوي.

فوائد الحديث

کله چې څوک وغواړي خوله وازی وکړي، نو تر خپلې وسې دې داسې تېر کړي چې په خوله لاس کیږدي تر څو خلاصه نه پاتې نه شي؛ که یې نه شو کولای چې خوله بنده وساتي، نو لاس دې پرې کېږدي او خوله دې پرې بنده کړي.

په ټولو حالاتو کې د اسلامي آدابو رعایتول اړین دي، ځکه چې دا د کمال او اخلاقو سرټکی دی.

د انسان د ګمراهۍ لپاره د ټولو شیطاني لارو څخه ویرونه.

التصنيفات

د پرنجي او خوله وازي ادبونه