الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي

الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي

له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

پیغمبر ﷺ د کالیو یا ازار د ټیټولو او ځان پسې د راښکلو په اړه خبرداری ورکړی چې د ښنګرو لاندې د عُجب او تکبر له مخې ښکته کړل شي، او دا یې څرګنده کړې چې څوک دا کار وکړي، نو هغه د سخت ګواښ مستحق ګرځي، داسې چې الله تعالی به قیامت په ورځ د رحمت په نظر ورته و نه ګوري.

فوائد الحديث

جامې هر هغه څه ته شاملیږي چې د بدن ښکته برخه پټوي، لکه پتلون، کالي، ازار او داسې نور.

التصنيفات

د جامو ادبونه