إعدادات العرض
دوه نعمتونه داسې دي چې ډېری خلک یې له پامه غورځوي: روغتیا او فارغ وخت
دوه نعمتونه داسې دي چې ډېری خلک یې له پامه غورځوي: روغتیا او فارغ وخت
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دوه نعمتونه داسې دي چې ډېری خلک یې له پامه غورځوي: روغتیا او فارغ وخت».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore Svenska ไทย Македонски తెలుగు Українська मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له دوو لويو نعمتونو څخه خبر ورکړی، چې ډېری خلک پکې تاواني کېږي، ځکه هغوی دا نعمتونه په ناسم ځای کې لګوي؛ کله چې انسان ته روغتیا ورکړل شي او ورسره وزګار وي، نو په عبادت کې پرې سستي او تمبلي راځي چې پدې سره تاوانی دی او د ډېرو خلکو همدا حال دی، خو که خپل خالي وخت او روغتیا یې د الله په عبادت مصرف کړل کامیاب دی؛ ځکه دنیا د آخرت کرونده ده، او دلته هغه تجارت دی چې ګټه یې په آخرت کې څرګندېږي، خالي وخت پسې بوختیا راځي، روغتیا پسې ناروغي راځي، او که بل څه نه وي، نو زوړوالی (هرم) پخپله (د نعمتونو د پای ته رسېدو لپاره) بس دی.فوائد الحديث
له سوداګر سره د مشغول انسان تشبیه لدې امله شوې چې روغتیا او فراغت یې د سرمایې (اصلي مال) په څېر ګڼل شوي؛ نو څوک چې خپله سرمایه ښه وکاروي، ګټه به ترلاسه کړي او بریالی به وي، خو که چا ضایع کړل، تاوان به وکړي او پښېمانه به شي.
ابن الخازن ویلي: نعمت هغه څه دی چې انسان پرې هوساینه تر لاسه کوي او خوند ترې اخلي، او غَبْن دېته وایي چې څوک یو شی په څو چنده قیمت واخلي، یا یې تر اصلي قیمته ټیټ وپلوري؛ نو د چا چې بدن روغ وي او له درنو کارونو خلاص وي، خو د خپل آخرت د سمون لپاره هڅه نه کوي، د تاواني سوداګر په څېر دی.
له روغتیا او فراغت څخه الله جل جلاله ته د نږدې کېدو او د ښېګڼو د ترسره کولو لپاره ګټه اخیستل، مخکې له دې چې دواړه له منځه ولاړ شي.
د الله د نعمتونو شکر دا دی چې د الله په اطاعت کې وکارول شي.
قاضي او ابوبکر بن العربي ویلي دي: پدې خبره کې اختلاف دی چې د الله له لوري پر بنده لومړنی نعمت څه دی؛ ځینو ویلي: ایمان، ځینو: ژوند، او ځینو: روغتیا، خو لومړی قول غوره دی، ځکه دا مطلق نعمت دی، او ژوند او روغتیا دواړه دنيوي نعمتونه دي، او تر هغه پورې حقيقي نعمت نه شمېرل کېږي چې له ايمان سره نه وي له همدې امله ډېری خلک پکې تاواني کېږي، یعنې ګټه یې له منځه ځي یا کمه شي، نو چا چې خپل د بدۍ غوښتونکې نفس سره ملتیا وکړه او راحت ته یې مخه کړه؛ حدودو او اطاعت کولو ته پاملرنه یې پرېښوده، تاواني دی، همدا راز چې څوک فارغ وي، ځکه مشغول کس ممکن عذر ولري، د فارغ کس پر خلاف چې عذر نه لري او حجت پرې قائمېږي.
التصنيفات
د نفسونو پاکوالی