بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې

بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې

له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: "بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ای د زړونو اړوونکی ذاته! زموږ زړونه خپل اطاعت ته وروګرځوه."

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د آدم د اولادې ټول زړونه لکه د یو زړه په څېر د رحمان ذات د دوو ګوتو ترمنځ دي، نو هغه یې چې هر لور ته وغواړي هغه لورې ته یې اړوي؛ که وغواړي، پر حق یې پاتې کوي، او که وغواړي له حقه یې واړوي، د الله تعالی واک او تصرف په ټولو زړونو کې داسې دی لکه د یو زړه په څېر، هېڅ کار یې له بل کاره نه بوختوي، بیا نبي صلی الله علیه وسلم داسې دعا وکړه او ویې ویل: "ای د زړونو اړوونکیه! چې کله یې طاعت ته اړوې، کله ګناه ته، کله ذکر ته او کله غفلت ته – نو ته زموږ زړونه خپل اطاعت ته سیخ کړه."

فوائد الحديث

الله تعالی د خپلو بندګانو زړونه د هغه تقدیر (قضا او قدر) له مخې اړوي، چې مخکې یې پرې لیکلی دی.

مسلمان ته پکار دي چې تل له خپل رب نه د حق او هدایت پر لاره د ثبات غوښتنه وکړي.

د الله نه وېره او یوازې د هغه ذات سره اړیکه ساتل چې یو دی او هیڅ شریک نه لري.

الآجُري ویلي: بېشکه د حق لارویان الله جل جلاله په هغه څه سره یادوي چې الله پرې خپل ځان یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې رسول یې؛ صلی الله علیه وسلم پرې یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې صحابه کرامو رضي الله عنهم پرې یاد کړی دی، او دا د هغو علماوو تګلاره ده چې پیروي کوي او بدعت نه کوي. پای.

نو اهل سنت الله جل جلاله ته هغه نومونونه او صفتونه ثابتوي چې هغه خپله د خپل ځان لپاره ثابت کړي دي؛ پرته له دې چې تحریف پکې وکړي، انکار ترې وکړي، د څرنګوالي په اړه یې پوښتنه وکړي او یا دا چې مثل یې بیان کړي، او هغه څه د الله تعالی څخه نفي کوي چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي دي، او د هغه څه په وړاندې چوپتیا غوره کوي چې د اثبات یا نفي په اړه یې څه نه دي راغلي، الله تعالی فرمایلي: (‌لَيْسَ ‌كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ).د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی.

التصنيفات

نبوي دعاګانې