الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهیږي چې خبر…

الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهیږي چې خبر يې اورېدلی وي

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهیږي چې خبر يې اورېدلی وي.

[صحيح]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم دعا وکړه چې الله تعالی دې هغه چا ته په دې دنیا کې ښایست، خوشحالي او ښکلا ورکړي، او په اخرت کې دې هغه چا ته د جنت ښایست، نعمتونه او تازه ګي ورسوي چې د هغه حدیث واوري، یاد یې کړي او نورو ته یې ورسوي. کېدای شي هغه څوک چې حدیث ورته رسول شوی وي، له اورېدونکي څخه ښه پوه او ځیرک وي، نو لومړی کس په حفظ او روایت کې مهارت لري، او دویم کس په پوهه او استنباط کې.

فوائد الحديث

د نبوي سنت پر حفظولو او خلکو ته رسولو ټېنګار.

د اهل الحدیث فضیلت او د حدیث د زده کړې عزت.

د هغو علماوو د فضیلت بیان چې د استنباط او پوهې خاوندان دي.

د صحابه کرامو فضیلت؛ همدوی وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه حدیثونه اوریدلي او موږ ته یې رارسولي دي.

المناوي ویلي: په دې سره یې څرګنده کړه چې د حدیث د راوي لپاره فقاهت (په حدیث پوهه) شرط نه دی، بلکې شرط یې حفظ دی؛ او فقيه ته په کار دي چې په حدیث ښه پوه شي او تدبر پکې وکړي.

ابن عیینه ویلي: داسې څوک نشته چې د حدیث زده کړه کوي، مگر دا چې د دې حدیث له امله به یې پر مخ کې ښایست (نضارت) ښکاري.

د محدثینو په نزد حفظ دوه ډوله دی: د زړه او سینې حفظ (یادښت)، او د کتاب او لیک حفظ (لیکلی یادښت)، او دواړه ډولونه د حدیث په دعا کې شامل دي.

د خلکو پوهې سره متفاوتې دي؛ نو کېدای شي یو چاته ته چې حدیث رسول شوی، هغه تر اورېدونکي ډېر پوه وي، او کېدای شي یو څوک د فقهې حامل وي، خو خپله فقیه نه وي.

التصنيفات

د علم فضیلت, د عالم او متعلم ادبونه