إعدادات العرض
د خدای رسول صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي
د خدای رسول صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي چې: د خدای رسول صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.
[صحيح]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Русский Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Українська ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡ Svenskaالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم هغه سړي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدو او شړلو بد دعايي کړې ده چې چې د ښځو ځانګړي لباسونه اغوندي؛ برابره خبره ده که دا په بڼه، رنګ، طرز، د اغوستلو په طریقې، سینګار یا نورو شیانو کې وي. یا د یوې ښځې لپاره هم د نارینه وو د جامو تقلید کول، چې دا هم کبیره ګناه ده.فوائد الحديث
شوکاني ويلي: د ښځو لپاره د نارينه وو تقليد کول او د نارينه وو لپاره د ښځو تقليد کول حرام دي، ځکه چې لعنت يوازې په حرام کار پورې اړه لري.
ابن عثیمین ویلي: که چیرې یو څه د دوی ترمنځ شریک وي، لکه ځینې زیرپیراهنونه چې نارینه او ښځینه یې اغوندي، نو پدې کې هیڅ ګناه نشته، یعني د نارینه او ښځینه وو لپاره د دې اغوستل هیڅ ګناه نلري، ځکه چې دا شریک دی.