إعدادات العرض
داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي
داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي
له عایشې ام المومنین رضي الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي: د صفیه په اړه دې همدا بس دی چې داسې او داسې ده …» (یو راوي وايي: مطلب یې دا و چې له لوړوالي له لحاظه ټیټه ده)، رسول ﷺ وفرمایل: «داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي»، وایي: ما ورته د یو چا کېسه وکړه، نو ویې فرمایل:« زه نه خوښوم چې یو څوک په یو څه سره یاد کړم حال دا چې خپله داسې او داسې یم».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog Kurdî Русский Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili Hausa සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀالشرح
ام المومنین عایشې رضي الله عنها رسول الله ﷺ ته وویل: «د صفیه لپاره دې همدومره بس دی» – چې مطلب یې د هغې د بدن یوه کوچنۍ نیمګړتیا، لنډوالی و، رسول الله ﷺ وفرمایل: «تا داسې خبره وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شوې وای، نو پرې به غالبه شوې وه، هغه به یې بدلې او خرابې کړې وای» هغې وویل: ما خو ورته د یوه کس په څېر عمل وکړ تر څو یې نېمګړتیا په ګوته کړم، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه نه خوښوم چې د چا نیمګړتیا بیان کړم، یا د هغه په څېر عمل وکړم، یا داسې خبره وکړم چې یې د کمزورۍ ښودلو سبب شي، حتی که په دې کار دنړۍ ډېره شتمنۍ هم راکړل شوې وای».فوائد الحديث
له غیبت څخه خبرداری او ترې وېرول.
د خلکو پېښې کول او د سپکاوي او نېمګړتیا بیانولو په موخه یې خلکو ته کېسې کول له حرام غیبت څخه دي.
د بدن نیمګړتیاوې بیانول د غیبت یوه برخه ګڼل کېږي.
قاضي وایي: «المزج» د ګډولو او بل څه سره د یو ځای کولو معنا لري، مطلب دا دی چې که دغه غیبت د بحر په اوبو کې ګډ شوی وای، نو د هغې له ډېرښت او پراخوالي سره به یې هم د هغه حالت ته بدلون ورکړی و؛ نو د لږو اعمالو به څه حال وي چې ورسره ګډ شي.
دا د ښځو تر منځ د حسد او ځینې بېړنیو احساساتو څرګندونه ده چې کله د ښځو تر منځ رامنځته کېږي.
رسول الله ﷺ د ناوړه کارونو تأیید یا تصدیق نه کوي.
دنیا او هغه څه چې پکې دي بې ارزښت او کم ګڼل، کله چې د الله د رضا سره پرتله شي، نه د هغه له قهر سره.
اسلام د ښه اخلاقو دین دی، او امر شوی چې د نورو عزت او آبرو لدې وساتل شې چې په وینا او یا کړنو وښکنځل شي، ځکه پدې سره د مسلمانانو ترمنځ کینه او دښمني پېدا کېږي.
التصنيفات
ناوړه أخلاق