څوک چې: سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ ووایي نو د هغه لپاره په جنت کې یوه د خرما ونه کښېنول شي

څوک چې: سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ ووایي نو د هغه لپاره په جنت کې یوه د خرما ونه کښېنول شي

له جابر رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې: سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ ووایي نو د هغه لپاره په جنت کې یوه د خرما ونه کښېنول شي»

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک ووایي: «سبحان الله» یعنې د الله پاکي بیانوم «العظیم» هغه ذات چې په ذات، صفاتو او افعالو کې تر ټولو لوی دی، «وبحمده» یعنې د هغه له ستاینې سره یو ځای، نو هر ځل چې دا جمله وايي، په جنت کې ورته یوه د خرما ونه کېښودل کېږي.

فوائد الحديث

پرله پسې د الله تعالی ذکر ته هڅوونه چې له جملې څخه یې تسبيح (سبحان الله) او تحمید (الحمد لله) دي.

جنت پراخه دی، او کښتونه یې تسبيح او تحمید دي، دا د الله تعالی له لوري فضل او نعمت دی.

په حدیث کې په ځانګړې توګه د خرما د ونې یادونه شوې، نه نورې ونې؛ ځکه چې ګټې یې ډېرې او مېوه یې ښایسته ده، له همدې امله الله تعالی په قرآن کې د مؤمن او د هغه د ایمان مثال د خرما له ونې سره ورکړی.

التصنيفات

د الله تعالی د یادولو ګټې