إعدادات العرض
د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی څخه به د یو میل په اندازه واټن کې شي
د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی څخه به د یو میل په اندازه واټن کې شي
له مقداد بن الأسود رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی څخه به د یو میل په اندازه واټن کې شي»، سلیم بن عامر وایي: قسم په الله، زه نه پوهېږم چې له "میل" څخه یې موخه څه ده؟ آیا د ځمکې واټن دی، که هغه سلایی دی چې سترګو کې پرې رانجه کېږي؟ فرمایي: «خلک به د خپلو اعمالو له مخې په خولو کې وي: ځینې به تر پښو یعنې ښنګرو پورې وي، ځینې به تر ګونډو پورې، ځینې به تر کوناټو پورې وي او ځینې به داسې وي چې په خولو کې به ټول ډوب وي» راوي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس خولې ته اشاره وکړه.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀالشرح
پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی له سرونو سره به د یو میل په اندازه واټن کې شي. تابعي سلیم بن عامر وایي: قسم په الله، زه نه پوهېږم چې له دوو میلونو څخه یې کوم یو مراد دی؟ آیا د ځمکې واټن (یعنې یو میل فاصله)، که هغه میل (سلایي) چې سترګې پرې تورېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خلک به د خپلو اعمالو له مخې په خولو کې وي؛ ځینې به داسې وي چې خوله یې تر پښو (ښنګرو) پورې وي، ځینې به تر ګونډو، ځینې به تر کوناټو او ازار بند پورې وي، او ځینې به داسې وي چې خوله یې تر خولې پورې رسېږي او د خبرو کولو مانع به یې ګرځي. راوي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس خپلي خولی ته اشاره وکړه.فوائد الحديث
د قیامت د سختیو بیان او ترې وېرول.
خلک به د قیامت په ورځ د حساب په ځای کې د هغوی د اعمالو مطابق له سختۍ سره مخ وي.
نېکو اعمالو ته هڅونه او له بدو اعمالو وېرول.
التصنيفات
بل ژوند