إعدادات العرض
بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل ویښتان باسي او یا ګرایوانونه څيري کوي
بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل ویښتان باسي او یا ګرایوانونه څيري کوي
پر ابو موسی سخت دردونه راغلل، تر دې چې بېهوښه شو، او سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې و، او (د بې هوښۍ له امله یې) نه شو کولی چې څه ورته ووایي، خو کله چې په هوښ راغی ویې ویل: زه له هر هغه چا څخه بېزار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بېزاره شوی دی بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل ویښتان باسي او یا ګرایوانونه څيري کوي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî සිංහල Kiswahili Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული ಕನ್ನಡ Moore Svenska Македонски ไทย తెలుగు Українська मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy ភាសាខ្មែរالشرح
ابو برده رضي الله عنه روایت قصه کوي چې پلار یې، ابو موسی الاشعري رضي الله عنه، سخت ناروغ شو تر دې چې بېهوښه شو، نو سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې کېښود، هغې چیغه کړه او ژړا یې پیل کړه، خو هغه د خپلې بېهوښۍ له امله ونه توانېد چې هغې ته څه ووایي. خو کله چې رابېدار شو ویې ویل: زه له هغه چانه بیزار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بې زاره شوی دی، او یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه چانه بیزار دی چې هغه: (صالقه) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال چغې وهي. (الحالقه) وي: هغه چې د مصبت پر مهال خپل سر خریي (له ځانه ویښتان شکوي). (الشاقة) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال خپلې جامې (ګریوان) څیري کوي. ځکه دا کارونه د جاهلیت له کړنو څخه دي، بلکې د مصیبت پر مهال په صبر باندې امر شوی او دا چې له الله تعالی څخه یې اجر وغوښتل شي.فوائد الحديث
د جامو څېري کول، ويښتان وېستل او د مصیبت پر مهال چغې وهل له کبیره ګناهونو څخه دي.
له چېغو او ستاینو پرته خفګان کول او ژړا حرام نه دي، ځکه دا کار د الله تعالی په تقدیر د صبر کولو خلاف عمل نه دی، بلکې رحمت دی.
په وینا او یا عمل سره د الله په دردوونکو او سختو برخلیکونو خفګان او ناخوښي څرګندول حرام دي.
د مصیبتونو پر مهال صبر کول واجب دي.