کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او ( د عبادت لپاره به یې ) ملابند کلک کړ

کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او ( د عبادت لپاره به یې ) ملابند کلک کړ

له ام المؤمنین عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایي چې: کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او ( د عبادت لپاره به یې ) ملابند کلک کړ.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم به چې کله د رمضان وروستۍ لس ورځې داخل شوې، نو ټوله شپه به یې په ډول ډول عبادتونو سره تېروله، خپله کورنۍ به یې د لمانځه لپاره راویښوله، او په عبادت کې به یې له معمول څخه زیات کوشش کاوه، ځان به یې عبادت ته وزګار کړ، او له خپلو مېرمنو به یې ځان کناره نیولې و.

فوائد الحديث

په نیکو عملونو سره وقت غنیمت ګڼلو ته تشویق او لیوالتیا.

نووي ویلي: پدې حدیث کې راځي چې د رمضان په وروستیو لسو شپو کې له معمول څخه زیات عبادت مستحب دی، او همدا رنګه یې په عبادت سره شپه رڼا کول مستحب دي.

التصنيفات

د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزه