إعدادات العرض
د ګډوډۍ ( فتنو) پر مهال عبادت کول داسې دي لکه زما لور ته هجرت کول
د ګډوډۍ ( فتنو) پر مهال عبادت کول داسې دي لکه زما لور ته هجرت کول
له معقل بن یسار رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د ګډوډۍ ( فتنو) پر مهال عبادت کول داسې دي لکه زما لور ته هجرت کول».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî Português தமிழ் Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska Македонски ไทย తెలుగు Українська मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy ភាសាខ្មែរالشرح
نبي ﷺ د هرج (ګډوډۍ)، فتنو، وژنو او د خلکو د حالاتو د ګډوډېدو په زمانه کې خلکو ته د عبادت کولو او پرې د ټینګ پاتې کېدلو لارښوونه کړې ده، او دا یې بیان کړې چې د دغه وخت عبادت داسې اجر لري لکه څوک چې رسول الله ﷺ ته هجرت وکړي، ځکه چې خلک په داسې وختونو کې له عبادت نه غافله وي، ترې بوخت وي، او یواځې لږ شمېر کسانو ورته ځان فارغ کړی وي.فوائد الحديث
د فتنو په وخت کې عبادت کول او الله تعالی ته په رجوع کولو هڅونه شوې ده، تر څو انسان له فتنو څخه وساتل شي او له فساد څخه خوندي پاتې شي.
د فتنو او غفلت پر مهال د عبادت کولو د فضیلت بیان.
مسلمان ته په کار دي چې د فتنو او غفلت له ځایونو لرې پاتې شي.
التصنيفات
د نیکو عملونو فضیلونه