بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ…

بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»، ژباړه: «نشته هېڅ برحق معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې ستر او زغم لرونکی دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د ستر عرش خاوند دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د آسمانونو رب، د ځمکې رب، او د معزّز عرش رب دی

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»، ژباړه: «نشته هېڅ برحق معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې ستر او زغم لرونکی دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د ستر عرش خاوند دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د آسمانونو رب، د ځمکې رب، او د معزّز عرش رب دی».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي ﷺ به د سختې اندېښنې او غم پر مهال فرمایل: «لا إله إلا الله»: نشته هېڅ حق معبود، مګر یوازې الله دی، «العظيم»: د لوړ مقام او لوی شان خاوند، که په ذات کې وي، که په صفتونو او یا په کړنو کې. «الحليم»: هغه (الله) چې ګناهګار ته سمدستي سزا نه ورکوي، بلکې ځنډوي یې، او کېدای شي معاف یې کړي، سره له دې چې پرې قدرت لري، ځکه هغه سپېڅلی ذات پر هر څه قادر دی. «لا إله إلا الله رب العرش العظيم»: د ستر عرش خالق یوازې الله دی، «لا إله إلا الله رب السماوات والأرض»: د آسمانونو او ځمکې خالق یوازې الله دی، او دی د هغه څه خالق دی چې د دوی دواړو تر منځه دي، د هغوی مالک، اصلاح کوونکی او د خپلې خوښې سره سم یې کنترولوونکی دی، «رب العرش الكريم» هغه ذات چې: د معزّز عرش خالق دی.

فوائد الحديث

د مصیبتونو او سختیو پر مهال، الله تعالی ته په دعا سره پناه وړل واجب دي.

د مصیبت پر مهال پدې الفاظو سره دعا غوښتل مستحب دي.

د رحمن ذات عرش چې هغه پرې د پاسه دی؛ تر ټولو لوړ، لوی او عظیم مخلوق دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پدې صفتونو سره یاد کړی چې ډېر لوی او عزتمند (عرش) دی.

د آسمانونو او ځمکې یادونه یې لدې امله کړې ده چې د لیدو وړ تر ټولو لوی مخلوقات دی.

طیبي (رحمه الله) ویلي: رسول الله ﷺ دا ثنا (ستاینه) د "رب" له یادونې (ذکر) څخه لدې امله پیل کړه چې همدا د تربیت تقاضا ده، او پدې کې تهلیل؛ یعنې «لا إله إلا الله») دی، کوم چې د الهي سپېڅلتیاوو او هغه عظمت اصل دی چې د قدرت پر بشپړتیا دلالت کوي، او زغم (حلم)؛ کوم چې په پوهې دلالت کوي، ځکه له ناپوه څخه د زغم او سخاوت تمه نه کېږي، کوم چې د درناوي د صفاتو لپاره بنسټیز صفتونه دي.

التصنيفات

هغه اذکار چې د سختۍ پر مهال وییل کیږي