إعدادات العرض
د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ…
د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» یې پکې ویلی دي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Français ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî සිංහල Русский Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska Македонски ไทย తెలుగు Українська मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy ភាសាខ្មែរ Wolofالشرح
د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې کله پر نبي صلی الله علیه وسلم {إذا جاء نصر الله والفتح} نازل شو: نو د قرآن د عملي کولو په موخه یې د الله تعالی د امر عملي کولو ته بیړه وکړه، چې فرمايي: {فسبح بحمد ربك واستغفره}. یعنې: د خپل رب پاکې دې له ستاینې سره بیانوه او له ده نه مغفرت غواړه) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې: «سبحانک» ډېر ویل: یعنې تا لره پاکي ده له هرې هغې نېمګړتیا څخه چې ستا د شان سره نه ښایي، «اللهم ربنا وبحمدك» یعنې ای زموږ ربه، زه ستا د ستاینې سره تسبیح وایم، ستا هغه ډول ډول ستاینه کوم چې ستا د ذات، صفاتو او کړنو د کمال ښایي، «اللهم اغفر لي» یعنې ای الله! ماته بخښنه وکړه، زما ګناهونه لیري کړه او ترې تېر شه.فوائد الحديث
په رکوع او سجده کې د دې دعا ډېر ویل مستحب دي.
د عمر په وروستیو کې په استغفار کې دې ته اشاره ده چې عبادات – په ځانګړي ډول لمونځ – باید همداسې په استغفار سره پای ته ورسول شي، چې شوي نېمګړتیاوي پکې جبران شي.
تر ټولو غوره هغه څه چې الله تعالی ته د دعا د قبلولو په خاطر وسیله کیږي، هغه ذات په ستاینو او سپېڅلتیاوو سره یادول دي او دا چې هغه ذات له هر ډول نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک دی.
د استغفار (بخښنې غوښتلو) فضیلت او دا چې په هر حال کې په هر حال کې غوښتل کیږي.
د نبي صلی الله عليه وسلم د بندګۍ بشپړوالی او د الله د امر بشپړ پيروي:
التصنيفات
د لمانځه اذکار