څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي

څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته - چې د عبادت، علم او نورو نېکو مقاصدو لپاره هر وخت جومات ته ځي - د الله جل جلاله لخوا په جنت کې د ځای ناستي او میلمستیا زیری ورکوي؛ هغه که د ورځې په سر کې وي او یا په پای کې، هر مهال چې جومات ته ځي؛ که شپه وي او یا ورځ.

فوائد الحديث

جومات ته د تللو فضیلت او هلته په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ته هڅونه، نو څوک چې جومات نه ځي؛ څومره زیات خېر، فضیلت، اجر او هغه میلمستیا له لاسه ورکوي چې الله تعالی یې د هغه کور ته د تلونکو لپاره چمتو کوي.

کله چې خلک د هغه چا عزت کوي چې کورونو ته یې ورځي او خواړه ورته چمتو کوي، نو الله تعالی خو د مخلوقاتو نه ډېر عزتمن دی! نو څوک یې چې کور ته ورشي عزت به یې وکړي او د ځای ناستې او میلمستیا لپاره به ورته لوی ځایونه چمتو کړي.

جوماتونو ته پر تګ خوښي او خوشحالي؛ ځکه چې هر سهار یا ماښام ورته د استوګنې لپاره ځایونه چمتو کیږي، هر سهار او ماښام د سفرونو د شمېر په اندازه.

التصنيفات

په جماعت سره د لمانځه فضلیت او احکام یې