إعدادات العرض
د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان
د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان
د ابو امامه الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ ته دوه کسان یاد شول چې یو یې عابد او بل یې عالم و، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان" بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: "خامخا الله جل جلاله، ملایکې، د آسمانونو او ځمکو ټول خلک، حتی مېږی په ځاله کې او ماهي ټول د هغه ښوونکي لپاره د خېر دعا کوي چې خلکو ته خېر رسوي».
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Tiếng Việt Magyar ქართული සිංහල Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Hausa Português मराठी دری አማርኛ বাংলা ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ Tagalog മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
رسول الله ﷺ ته د دوو کسانو یادونه وشوه چې یو یې عابد (عبادت کوونکی) او بل عالم دی چې کوم یې غوره دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په شرعي علومو پوه عالم چې په علم عمل کوي او نورو ته یې ښیي، پر هغه تن چې یوازې عبادت کوي او د علم په اړینو مسایلو پوه وي دومره فضیلت لري لکه څومره چې رسول الله ﷺ پر عادي صحابه کرامو درلود. بیا رسول الله ﷺ د دې سبب بیان کړ چې ولې د عالم مقام لوړ دی: ځکه چې الله تعالی، د الله تعالی هغه ملايکې چې عرش یې پر اوږو دی او د اسمانونو ټولې ملايکې، او د ځمکې ټول انسانان، پېریان او حیوانات—حتی مېږی په خپله ځاله کې او ماهیان په سمندر کې— ټول د هغه چا لپاره دعا کوي چې خلکو ته د دین علم ورزده کوي، ځکه په همدې علم کې د خلکو نجات او بریالیتوب دی.فوائد الحديث
الله تعالی ته د بلنې له طریقو یوه دا ده چې خلک تشویق شي او مثالونه ورته بیان شي.
د هغو علماوو لوړ شان چې علم یې زده کړی وي، عمل یې پرې کړی او لور ته یې بلنې ورکولو سره یې حق ادا کړی وي.
د علماوو او زده کوونکو په درناوي ټینګار او دعا ورته کول.
خلکو ته د خېر په ورښودلو ټینګار؛ ځکه چې دا د هغوی د خلاصولو او نیکمرغۍ لامل دی.
التصنيفات
د علم فضیلت