زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه

زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل جومات کې د لمانځه فضیلت بیان کړی او ویلي یې دي چې پدې جومات کې لمونځ د ځمکې په سر په نورو جوماتونو کې د زرو لمونځونو څخه ډېر ثواب لري، پرته له مسجد الحرام څخه چې په مکه مکرمه کې دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات په پرتله هلته لمونځ کول غوره دی.

فوائد الحديث

په مسجد الحرام او مسجد النبوي کې د لمانځه د ثواب څو چنده والی.

په مسجد الحرام کې لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله له سلو زرو لمونځونو څخه غوره دی.

التصنيفات

د جوماتونو آداب