إعدادات العرض
بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یو خیمه شته چې له صدف جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې مومن کورنۍ لري، او پرې ګرځي، خو یو بل نه ویني
بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یو خیمه شته چې له صدف جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې مومن کورنۍ لري، او پرې ګرځي، خو یو بل نه ویني
له ابو موسیٰ رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یو خیمه شته چې له صدف جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې مومن کورنۍ لري، او پرې ګرځي، خو یو بل نه ویني."
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Українська ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡ Svenskaالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم د جنت د ځینو نعمتونو په اړه خبر ورکوي چې مومن ته په جنت کې یوه ستره، پراخه، او خالي منځي خیمه شته چې له یوې صدف دانې جوړه ده، اوږدوالی او پلنوالی یې په اسمان کې شپیته میله دی، په هر اړخ، کونج او څلورو زاویو کې یې ښځې دي چې یوبل نه ویني، او مؤمن به پرې ګرځي.فوائد الحديث
د جنتیانو د سترو نعمتونو بیان.
د جنت د هغو نعمتونو په بیانولو سره نیکو اعمالو ته هڅوونه، چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي.
التصنيفات
د جنت او دوزخ صفتونه.