بې‌شکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي

بې‌شکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي

له هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه په شام کې د انباطو په ځینو خلکو تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي و، نو ویې ویل: ولې پر دوی داسې کېږي؟ هغوی وویل: د جزیې نه ورکولو له امله بندیان شوي دي، نو هشام وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «بې‌شکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما په شام کې د عجمو د بزګرانو پر یوه ټولي تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي وو، نو هغه یې د حال په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته وویل شو چې دا سزا د دې لپاره ورکول کېږي چې هغوی جزیه نه ده ورکړې، سره له دې چې د ورکړې توان یې لري. نو هشام رضي الله عنه وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: بې‌شکه الله هغه کسانو ته عذاب ورکوي چې په دنیا کې خلکو ته ناحقه په ظلم سره عذاب ورکوي.

فوائد الحديث

جزیه هغه مال دی چې پر بالغو او شتمنو اهل کتابو د اسلام په دیار کې د اوسېدولو او له هغوی څخه د ساتنې په مقابل کې اخیستل کېږي.

په اسلام کې خلکو ته له کوم شرعي موجب پرته تعذیب ورکول حرام دي، که څه هم کافر وي.

ظالمانو ته د ظلم کولو پر وړاندې خبرداری.

په امر بالمعروف او نهی عن المنکر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو کلک پاتې کېدل.

نووي وایې: دا د بې حقه عذاب ورکولو په اړه دی، نو پدې کې هغه عذابونه شامل نه دي چې د حق په توګه ورکول کېږي، لکه قصاص، حدونه، تعزیر او ورته نور.

التصنيفات

ناوړه اخلاق