إعدادات العرض
کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي
کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي
له ابو هُریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي.»
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල Hausa Kurdî Português Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili ગુજરાતી Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски Українська ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀالشرح
پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله رمضان راشي نو درې کارونه کیږي: لومړی: د جنت دروازې پرانیستل کېږي او هیڅ یوه یې بنده نه پاتې کیږي دویم: د دوزخ دروازې تړل کېږي چې هیڅ دروازه یې خلاصه نه پاتې کیږي. درېیم: شیطانان او بدجنسه جنيان په زنځیرونو تړل کېږي، نو نشي کولای هغه کارونه تر سره کړي چې دوی به له رمضان پرته په نورو میاشتو کې کول. دا ټول د دې میاشتې د درناوي او تعظیم په خاطر کیږي، ترڅو خلک په دې میاشت کې د عباداتو لکه لمونځ، صدقې، ذکر، د قرآن تلاوت او نورو صالحو اعمالو ترسره کولو ته وهڅول شي او له ګناهونو او معصیتونو څخه ځان وساتي.فوائد الحديث
د رمضان د میاشتې فضیلت
هغو کسانو ته زیری چې پدې میاشت کې روژه کیږي چې دا مبارکه میاشت د عبادت او نیکۍ موسم دی.
په رمضان کې د شیطانانو په تړل کېدو کې دې ته اشاره ده چې د مکلف عذر له منځه وړل کېږي، لکه چې ورته وویل شي: «شیطانان له تا لرې کړای شول، نو ته د هغوی په ملامتولو سره د عبادت پرېښودلو یا ګناه کولو عذر نه لرې.»
قرطبي ویلي: که وویل شي چې موږ څنګه په رمضان کې ډېری بدۍ او ګناهونه وینو، نو که شیطانان تړل شوي وي دا کار باید پېښ نه شي، نو ځواب یې دا دی چې: دوی له هغه چا څخه تړل کیږي چې روژه ساتي او د روژې شرایط او آداب په پوره توګه مراعاتوي، یا دا چې ځینې شیطانان تړل کېږي، خو ټول نه، لکه څنګه چې په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې ټول شیطانان نه تړل کېږي، یا دا چې موخه دا ده چې پدې میاشت کې بدۍ او شر کم شي، نه دا چې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي، او دا یوه محسوسه خبره ده چې په رمضان کې بدۍ او ګناهونه د نورو وختونو په پرتله لږ وي.
نو د ټولو شیطانانو په تړلو سره دا خبره حتمي نده چې هیڅ بدي به نه تر سره کیږي؛ ځکه ګناهونه نور اسباب هم لري لکه د نفس بدوالی، ناوړه عادتونه، او انسي شیطانان.
التصنيفات
د روژې فضیلت