إعدادات العرض
که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي
که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Kurdî Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย Hausa Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ ગુજરાતી Македонски Nederlands ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగుالشرح
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عطاء بن ابی رباح ته وویل: آیا یوه جنتۍ ښځه در ونه ښیم؟ عطا وویل: ولې نه، ویې ویل: دا توره حبشۍ ښځه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ویې ویل: زه ناروغي لرم او بې هوښه کېږم، او زما د بدن څخه یوه برخه لوڅېږي حال دا چې زه نه پوهېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې ما روغه کړي، هغه وفرمایل: که وغواړې صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که غواړې له الله تعالی څخه به سوال وکړم چې روغه دې کړي، هغې وویل: صبر به وکړم، بیا یې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې د بې هوښۍ پر مهال بربنډه نه شم، نو له الله تعالی څخه یې ورته وغوښته.فوائد الحديث
په دنیا کې پر مصیبت صبر کول، انسان ته جنت ورکول کېږي.
نووي رحمه الله ویلي: په حدیث کې دلیل دی چې په بې هوښۍ یا مېرګیو انسان ته بشپړ ثواب ورکول کېږي.
د صحابه و د ښځو رضي الله عنهن حیا، او د هغوي پاکلمني او پردې کولو باندې ټېنګار، نو دغه ښځه ډېره وېره درلوده چې هسې نه د بدن کومه برخه یې ښکاره شي.
ابن حجر رحمه الله ویلي:
د سختۍ اختیارول د هغه چا لپاره د نرمۍ له اختیارولو غوره دی چې پوهېږي ځواک لري او د سختۍ پر وړاندې نه کمزوری کېږي.
په حدېث کې د دې خبرې ثبوت دی چې د ټولو ناروغیو علاج په دعا کولو او الله تعالی ته په رجوع کولو کې رانغښتې ده، حتی په درملو له درملنې څخه هم ډېره اغیزمنه او ګټوره ده، او د دې اغیز او د هغې په وړاندې د بدن غبرګون د فزیکي درملو په پرتله ډېر دی، خو دا یوازې په دوو شیانو اغیزمنه ګرځي: یو د ناروغ له خوا چې نیت یې خالص وي، او بل د معالج له خوا، چې د زړه په ځواک، د زړه په توکل او تقوی سره الله تعالی ته توجه وکړي، و الله اعلم.
ابن حجر ویلي: حدیث پدې هم دلیل دی چې د طبي درملنې پرېښودل جواز لري.
