هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کیږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بښنه وشي

هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کیږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بښنه وشي

له البراء رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کیږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بښنه وشي».

الشرح

نبی صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هیڅ دوه مسلمانان سره په لار او یا بل ځای کې نه مخ کېږي چې یو پر بل سلام واچوي او لاسونه ورکړي، مګر دا چې مخکې لدې به ورته بښنه وشي چې یو له بل څخه جلا شي، د بدن په جلا کېدو او یا له روغبر څخه په خلاصیدو.

فوائد الحديث

د ملاقات پر مهال په لاس روغبړ کول مستحب دي او ټینګار پرې شوی.

المناوي ویلي: او سنت هلته پر ځای کې کیږي چې ښی لاس په ښي لاس کې کیښودل، مګر دا چې کوم عذر موجود وي.

سلام خپرولو ته هڅونه او دا چې د مسلمان له خپل مسلمان ورور سره روغبړ لوی اجر لري.

لدې حدیث څخه حرام روغبړ مستثنا دی، لکه څوک چې بیګانه ښځې ته لاس ورکوي.

التصنيفات

د نیکو عملونو فضیلونه, د سلام او اجازې غوښتلو ادبونه