إعدادات العرض
په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډیر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه دریده چې مړ…
په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډیر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه دریده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره )پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ
له الحسن څخه روایت دی، هغه وايي چې: جندب بن عبدالله رضي الله عنه راته په دې مسجد کې حدیث بیان کړ او موږ د هغه له روایت نه وروسته هېڅکله (دا خبره) هېره کړې نه ده، او موږ دا ویره هم نه لرو چې جندب به په رسول الله ﷺ دروغ ویلي وي، هغه وایي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډیر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه دریده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره )پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ.»
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português മലയാളം Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски Українська ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀالشرح
نبي ﷺ خبر راکوي چې زموږ نه وړاندې یوه سړی زخمي شوی و، نو فریاد یې کاوه او په درد یې صبر ونه کړ، چاړه یې راواخېسته، خپل لاس یې پرې کړه او مرګ ته یې بیړه وکړه، وینه یې تر هغه ونه دریده تر څو چې مړ شو، الله تعالی وفرمایل: «زما بنده په خپل ځان وژنې سره زما لور ته بیړه راوکړه، یقینا چې جنت مې پرې حرام کړ.فوائد الحديث
په ابتلا او کړاوونو د صبر کولو فضیلت، او دا چې د درد له امله باید عصبانیت ونه کړي، ځکه چې کیدی شي بې صبري او ژړا یې وضعیت لا سخت کړي.
د تېرو امتونو هغه کیسې بیانول چې خېر او پند پکې وي.
ابن حجر ویلي: په (حدیث) کې د دې خبرې ثبوت دی چې انسان باید د الله له حقونو څخه وانه وړي او دا چې هغه پر مخلوق مهربان دی چې ځان وژنه یې پرې حرام کړې ده او دا چې نفسونه یوازې د الله ملکیت دی.
د هغو اسبابو د راکړې ورکړې حراموالی چې ځان وژنې ته لار پرانیزي او په دې اړه سخت ګواښ.
ابن حجر وايي: دا څرګندوي چې سړي خپل لاس د درملنې په موخه نه؛ بلکې د ځان وژنې په موخه پرې کړ، ځکه چې د درملنې لپاره په یو کار کې غالب ګمان دا وي چې ورسره ورغیږي.
التصنيفات
د ګناهونو بدي