خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي

خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي

له ام الدرداء او ابو الدرداء رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: «خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي، سر ته یې ګمارل شوي ملاېک وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته د خېر دعا غواړي، ګمارل شوې ملاېک وایي: آمین، او د همده په څېر دې ستا لپاره هم وي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د یو مسلمان دعا خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیابت کې ځکه قبلېږي چې ډېر مخلصه وي، او دا چې د دعا کوونکي سر ته یوه ګمارل شوې ملاېک وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته دعا کوي، پرې ګمارل شوې ملاېک وایي: آمین، او تا ته دې هم ستا د دعا مطابق درکړل شي.

فوائد الحديث

مؤمنان له یو بل سره خپلمنځي مهربانۍ ته هڅول، که څه هم په دعا کولو سره وي.

په غیاب کې دعا کول د ایمان او ورورګلوۍ د رېښتېنولۍ ښکاره ثبوت دی.

په ځانګړې توګه د غیابي دعا یادونه لدې امله شوې چې په نهایت اخلاص او د زړه په حضور سره کېږي.

مسلمان ته په غیاب کې دعا کول د قبلېدو له اسبابو څخه یو دی.

نووي رحمه الله ویلي: خپل مسلمان ورور ته د هغه په ​​غیاب کې دعا کول فضیلت لري، او که چېرته یې د مسلمانانو یوې ډلې ته دعا وکړه نو دا فضیلت ورته بیا هم حاصلېږي، او که ټولو مسلمانانو ته یې وکړه، نو داسې ښکاري چې دا هم ترلاسه کېږي، ځینو سلفو به چې کله ځانته دعا کوله نو هماغه دعا به یې خپل مسلمان ورور ته هم کوله؛ ځکه چې قبلېږی او ده ته هم د هغه په څېر اجر ورکول کېږي.

د ملاېکو د ځینو اعمالو بیان او دا چې له هغوی څخه ځینې داسې دي چې الله تعالی پر همدې عمل ګمارلي دي.

التصنيفات

پر ملايکو ايمان, د دعا فضیلت