إعدادات العرض
لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي
لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي
د مؤمنانو له مور؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: «لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português മലയാളം Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски Українська ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀالشرح
نبي ﷺ څرګنده کړه چې د غل لاس هغه مهال پرې کېږي چې د غلا شوې توکي اندازه د دینار د څلورمې برخې او یا له دې زیاته اندازه وي، چې دا قیمت شاوخوا له ۱.۰۶ ګرامه سروزرو سره برابر دی.فوائد الحديث
غلا د لویو ګناهونو (کبایرو) څخه ده.
الله سبحانه وتعالى د غلا کوونکي لپاره جزا ټاکلې، چې هغه د لاس پرې کول دي، لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي: او د غل سړي او غلې ښځې دواړو لاسونه پرې کړئ، [المائدة سورت: 38آیت ]، چې سنت د دې پرې کول روښانه کړي دي.
په حدیث کې د «لاس» څخه موخه په بند (مړوند) کې لاس پرې کول دي یعنې د پنجې او مټ تر منځه بند کې.
د غلا کوونکي د لاس پرې کولو حکمت دا دی چې د خلکو شتمني وساتل شي او نور خلک د تېري کولو او غلا څخه منع شي.
د دینار وزن یو مثقال سره زر دی، چې اوس مهال د ۲۴ قیراطه طلا د شاوخوا ۴.۲۵ ګرامه سره مساوي کېږي؛ نو د دینار څلورمه برخه څه د پاسه یو ګرام کېږي.
التصنيفات
د غلا حد (جزا)