إعدادات العرض
اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې الله تعالی یې درېیم وي؟
اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې الله تعالی یې درېیم وي؟
د ابو بکر صدیق رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: ما د مشرکانو پښې زموږ د سرونو د پاسه ولیدلې، حال دا چې موږ په غار کې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که له دوی څخه یو کس خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: « اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې الله تعالی یې درېیم وي؟
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Русский Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ ગુજરાતી Nederlands Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగుالشرح
امیر المؤمنین؛ ابو بکر صدیق رضی الله عنه د هجرت پر مهال وویل: ما د مشرکانو پښو ته وکتل چې زموږ د سرونو د پاسه د ثور د غار پر سر ولاړ وو او موږ پکې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که یو له دوی خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې په نصرت، مرسته، ساتنه او لارښوونه کې یې الله تعالی درېیم وي.فوائد الحديث
د ابو بکر صدیق رضی الله عنه فضیلت دا دی چې د محمد صلی الله علیه وسلم سره یې د مکې نه مدینې ته د هجرت په سفر کې ملګرتیا وکړه، او خپل اهل او مال یې پرېښودل.
د ابو بکر صدیق رضی الله عنه شفقت، د محمد صلی الله علیه وسلم سره د هغه د مینې کچه، او پر هغه د دښمنانو له خطره وېره.
پر الله تعالی باور کول واجب دي، او د احتیاط او هڅې وروسته د هغه په ساتنه او پاملرنه ډاډه اوسېدل.
پېغمبرانو او اولیاوو ته د الله تعالی پاملرنه، او په بریا ورکولو سره یې مرسته کول؛ الله تعالی فرمایلي: (إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ)، (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مرسته كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي).
دا خبرداری دی چې څوک پر الله توکل وکړي، الله به ورته بس شي، مرسته به یې وکړي، نصرت به ورسره وکړي او ساتنه به یې وکړي.
د محمد صلی الله علیه وسلم د خپل رب په وړاندې بشپړ توکل، چې ټول کارونه یې هغه ته سپارلي او په هغه یې تکیه درلوده.
د محمد صلی الله علیه وسلم زړورتیا او د خلکو د زړونو او روحونو آرامول.
د دښمن له ویرې د خپل دین د ژغورلو په موخه تېښته کول او اسباب کارول.
