إعدادات العرض
ستایل شوي اخلاق
ستایل شوي اخلاق
1- په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
2- بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان (نیکي) فرض کړې ده
4- نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي
5- کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري
6- الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي
9- په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده
10- مه غوسه کېږه
12- څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو
13- له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې
14- پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي
15- چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
16- څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي
17- څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به پر هغه رحم ونه کړي
20- رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښونه کوي،
21- څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي
22- الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي
25- بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
26- یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري
27- (پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ
32- په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
44- زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم
